سلام‌وطندار کابل کې د پاکستان سفارت د درېوو میاشتو عوایدو څخه د اټکلیزې محاسبې پر بنسټ موندلې چې یاد سفارت دې موده کې د ویزو غوښتنلیکونو د ردېدو له درکه نیم میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي دي.

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ کابل کې د پاکستان سفارت درېوو میاشتو کې د غوښتونکو د ویزو غوښتنلیکونو ردېدو څخه نیم میلیون امریکايي ډالر عواید ټول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه شمېرې چې د «افغان ټوور» دولتي شرکت له لوري سلام‌وطندار ته په واک کې ورکړل شوي، ښيي چې یوازې کابل کې ۱۴۶۴ سیاحتي شرکتونه فعالیت لري چې د دغه شرکت د عملیاتي مرستیال عبدالغفور امانت په وینا، ډېری دغه شرکتونه د پاکستان ویزو برخه کې کار کوي.

کابل کې د پاکستان ویزو راوېستلو برخه کې له ۱۰۲۴ شرکتونو څخه د سلام‌وطندار د اټکلیزې محاسبې د موندنو پر بنسټ، یادو شرکتونو په تېرو درېوو میاشتو کې په منځنۍ کچه د پاکستان ویزو ترلاسه کولو لپاره ۹۰ غوښتنلیکونه ثبت کړي چې له ډلې یې ۵۷ رد شوي دي. د پاکستان ویزې ثبت لپاره هر یوه کس ۸.۱۸ ډالر ورکړي دي.

سلام‌وطندار د یادې موضوع رښتیا معلومولو لپاره په کابل، هرات، غزني او بلخ کې د پاکستان ویزو ۲۵ غوښتونکو سره مرکې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د پاکستان سفارت او قونسلګري ډېری وخت د پیسو له اخیستلو وروسته د ویزې غوښتنې ردوي.

د دوی په وینا، ځینې داسې پېښې هم شته چې یوه کس څو ځله د پاکستان سفارت ته د ویزو لپاره پیسې ورکړي، خو هر ځل یې غوښتنه رد شوې او پیسې یې نه دي ورګرځول شوي، هغه څه چې د حقوق‌پوهانو په اند د پاکستان سفارت یې باید جبران کړي.

د پاکستان ویزې غوښتونکي وايي، د دغه هېواد د ویزو د قانوني غوښتنې امکان کم دی او دې چارې د کمېشن‌کارانو بازار ګرم کړی دی. دوی ادعا کوي چې د پاکستان سفارت د قانوني ویزې د غوښتنې ردولو سره فساد ته لاره هواره کړې او له افغانانو پیسې شکوي.

د پاکستان ویزې یوه غوښتونکې سهیلا وايي، د دغه هېواد د ویزو ترلاسه کول ډېر وخت غواړي چې ویزې ته د نوموړې غوښتنه د پیسو ورکړې سربېره هم د سفارت له لوري رد شوې ده. «سفارت کمېشن‌کارانو سره لاس لري. ما دوه ځله په نورماله توګه نوملیکنه وکړه، خو رد شوه. سفارت ناقانوني کارونه کوي او جرم کوي.»

د پاکستان ویزې یوه بل غوښتونکي فرهاد هم په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «هېواد کې له تحولاتو وروسته، د پاکستان ویزې اخیستلو برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او یوازینی لامل یې هم شخصي کمېشن‌کاري ده چې خلکو ته یې ستونزې پیدا کړي. پخوا به د سایټ له لارې ویزې ته نوملیکنه کېده، خو اوس د سفارت کارکوونکي خصوصي کمېشن‌کاران لري چې ورسره اړیکه کې دي.»

د پاکستان ویزې غوښتونکو سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې د پاکستان سفارت د پیسو ترلاسه کولو وروسته د ویزو غوښتونلیکونه ردوي چې دا چاره لامل شوې چې له یوې خوا له غوښتونکو ډېرې پیسې واخلي او له بل لوري غوښتونکي اړ دي چې د ویزو لپاره تور بازار ته مراجعه وکړي.

په تور بازار کې د پاکستان ویزې بیه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ویزې عادي بیه ۸.۱۸ ډالره ده.

د پاکستان ویزې یوه بل غوښتونکي مصطفی وویل: «دې کار کمېشن‌کارانو ته زمینه برابره کړې ده او دا زمینه خپله د پاکستان سفارت او کارکوونکو یې رامنځته کړې، ځکه دوی عادي بهیر بند کړی، څو د کمېشن‌کارانو بازار تود شي.»

د پاکستان ویزې یوې بلې غوښتونکې هاجرې هم وویل: «د سفارت کسان له کمېشن‌کارانو سره لاس لري او د سفارت دننه ویزې په لوړه بیه خرڅېږي. د پاکستان سفارت په خپله د ویزو قاچاق ته زمینه برابره کړې او خلک اړ دي چې کمېشن‌کارانو څخه ویزې واخلي.»

په ورته مهال په کابل، غزني، هرات او بلخ کې یوولس سیاحتي شرکتونه او یو‌شمېر کمېشن‌کارانو هم سلام‌وطندار ته منلې چې د پاکستان سفارت او قونسلګرۍ د پیسو له ترلاسه کولو وروسته د ویزو ډېری غوښتنې ردوي او خلک اړوي چې کمېشن‌کارانو ته مراجعه وکړي.

دوی زیاتوي چې د پاکستان سفارت یو‌شمېر کارکوونکي له سیاحتي شرکتونو او کمېشن‌کارانو سره لاس لري او د بېړنیو ویزو صادرولو لپاره له غوښتونکو ډېرې پیسې اخلي.

کابل کې د یوه شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو درېوو میاشتو کې یې د پاکستان ویزو لپاره ۸۰ کسانو ته نوملیکنه کړې، خو په وینا یې، د څه باندې ۶۰ کسانو غوښتنه د پیسو له ورکړې وروسته رد شوې ده.

نوموړي وویل: «د سلنې په حساب که ووایم، ۸۰سلنه ویزې رد او ۲۰سلنه ویزې صادرې شوې دي. ما خپله درېوو میاشتو کې له ۷۰تر ۸۰ کسانو ته نوملیکنه کړې او لږ تر لږه یوولس یا ۱۲ ویزې راغلې دي.»

د غوښتونکو په وینا، د ۲۴ ساعتونو په موده کې د پاکستان د بېړنیو ویزو بیه شاوخوا ۱۲۰۰ ډالره ده او دغه ډول ویزې په لوی لاس د سفارت کارکوونکو له لوري ورکول کېږي، څو ډېرې پیسې ترلاسه کړي.

د یوه شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ادعا کړې چې د پاکستان ویزې بیو برخه کې ګرم نه دي، خو د پاکستان سفارت کارکوونکو د ویزو صادرولو برخه کې د فساد زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل: «د پاکستان شپږ میاشتنۍ ویزه  ۲۴ ساعتونو کې اجرا کېږي او بیه یې اوس ۱۲۰۰ ډالره ده. دې برخه کې شرکتونه ګرم نه دي، بلکې ګرم خپله د پاکستان سفارت کارکوونکي دي. اصلي ګرم دوی دي. شرکتونه په هره ویزه کې ۵۰ ډالره ګټه کوي، خو پیسې خپله د پاکستان کارکوونکي دي.»

په همدې حال کې د پاکستان ویزو یوه کمېشن‌کار د عاجلې ویزې ورکړې څرنګوالي په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «موږ یوازې نوملیکنه کوو، پاسپورټ او نور اړین اسناد لېږو او دوی یوه ورځ وروسته ویزه راکوي. اصلي کمېشن‌کاران خپله پاکستان او پاکستاني چارواکي دي او موږ د وټسپ له لارې اسناد لېږو. هغه وټسپ کې ډېر کسان دي او نه پوهېږو چې اصلي کس څوک دی. عادي کسان دا کار نشي کولای او هغه کسان دي چې سفیر سره اړیکه لري. افغان کمېشن‌کاران ۵۰ ډالره ګټه اخلي او نورې پیسې د پاکستانیانو جېب ته ځي.»

کابل، هرات، غزني او بلخ کې د سیاحتي شرکتونو مسوولان هم د پاکستان سفارت او قونسلګرۍ له لوري له پیسو اخیستلو وروسته د ویزو د غوښتنو ردېدل هم تاییدوي.

غزني کې د سیاحتي شرکتونو د ټولنې رییس سمېع‌ همت وویل: «کله چې ویزه سېسټم کې واردوي، وخت هم اخلي او ۹۹سلنه ویزه ردېږي، خو دلیل یې هم مشخص نه وي او پیسې هم نه ورکوي.»

بلخ کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل: «سېسټم یې لږ پېچلی دی او ستونزه چې لري، دا ده چې ډېری ویزې ردېږي او پیسې چې اخلي، هغه بېرته نه درکوي.»

هرات کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول وویل: «ټوله بیه ۱۵۰۰ افغانۍ ده او هېڅوک نشي کولای چې بیه وټاکي، یوازینۍ ستونزه دا ده چې ویزه نه صادروي یا ډېر وخت اخلي.»

په ورته مهال د نړیوالو اړیکو یو‌شمېر کارپوهان او حقوق‌پوهان د سفارت‌خونو له لوري فساد ته د زمینې برابرول د نړیوالو کنوانسیونونو او قانون خلاف کړنه بولي او وايي چې سرپرست حکومت باید د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل: «اسلامي امارت باید د اصولو مطابق لومړی ورته خبرداری ورکړی او دویم ګام کې یې باید وتړي. دغه ډول ناقانوني او غیرډيپلوماټیک حرکات چې د فساد او رشوت لامل کېږي او که ونه‌شي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته دې خبر ورکړي. له هغه پرته دې ډيپلوماټ چې دا ډول کړنې کوي، باید ۴۸ ساعتونو کې له خاورې ووېستل شي.»

حقوق‌پوه نوراقا شعیب وویل: «حکومت باید د پاکستان سفارت سره په رسمي توګه خبرې وکي چې د ویزې د ورکړې میکانیزم ځانګړی او قانوني کړي. که پاکستان او سفارت یې د سفارت لامل شوی وي، باید بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان سفیر احضار شي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو او د ا.ا د ویاندویانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو زموږ پرله‌پسې اړیکو ته یې ځواب رانه‌کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې کابل کې د پاکستان سفارت کې د کمېشن‌کارانو د تود بازار په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو دغه سفارت بیا دا راپورونه رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام