Asset 1SWN

د سلام‌وطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول

د ا.ا سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلام‌وطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو اتحادیې نن (د وږي نهمه، د پنجشنبې ورځ) ماسپښین مهال په یوه خبرباڼه کې لیکلي چې په کندهار کې د طلوع‌ نیوز خبریال عطاالله عمر، او په کندوز کې د سلام‌وطندار خبریال حسیب حساس د ا.ا له بنده خوشې شوي دي.

دغې اتحادیې نن له غرمې مخکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار کې د کلید راډیو د خبریالانو فقیرمحمد فقیرزي او جان‌‌اغا صالح د خوشې کېدو خبر هم ورکړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یادې اتحادیې د کلید راډیو د دغو دوو خبریالانو چې شاوخوا شل ورځې وړاندې نیول شوي وو، هرکلی کړی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو اړوندې قضیې د رسنیزو سرغړونو د شکایتونو ارزولو کمېسیون له لوري وڅېړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام