Asset 1SWN

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د خبریالانو د خوشې‌کېدو لپاره به هڅې وکړو

خوست ۱

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه خبریالان چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، د نیونې لامل له څېړنې وروسته به یې د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

د خپاره شویو راپورونو له مخې د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ امنیتي ځواکونو غزني کې د باختر اژانس خبریال سید وحدت‌الله ابدالي، ورپسې د تېرې پنجشنبې پر ورځ ننګرهار کې دوه محلي خبریالان فقیرمحمد فقیرزی او جان‌اغا صالح نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

 همداراز تېره پنج‌شنبه د زمري ۱۹مه کندوز کې د سلام‌وطندار محلي خبریال حسیب‌الله حساس او پکتیا کې د اریانانیوز خبریال حبیب‌الله سراب هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

تراوسه د یادو خبریالانو د نیولو لامل په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه خبریالان چې له خبریالۍ پرته د کوم بل کار له امله نیول کېږي، د هغوی د نیونې په اړه معلومات نه‌لري.

خو د دغه وزارت د نشرانو معین حیات‌الله مهاجر فراهي سلام‌وطندار ته وویل، د خبریالانو د نیونې لامل له څېړلو وروسته به د هغوی د خوشې‌‌کېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وویل: «هغه خبریالان چې د رسنیزو کارونو پرتله نیول کېږي، موږ یې د نیولو په اړه معلومات نه‌لرو او همداراز د نیولو لامل له څېړنې وروسته یې موږ د خوشې‌کېدو لپاره خپلې هڅې کوو.»

بل‌خوا یوشمېر خبریالان په دې وروستیو کې د خبریالانو د نیونې پېښو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د دغه وضعیت دوام به خبریالان خپل کار څخه زړه‌توري کړي. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې نیول شوي خبریالان بېرته خوشې کړي.

یوه خبریال سمېع‌الله الکوزي سلام‌وطندار ته وویل: «په وروستیو کې د خبریالانو نیول کېدای شي، ناهیلې کوونکې وي او د روان وضعیت دوام به د رسنیزو فعالیتونو پر دوام اغېز وکړي، خبریالان د ټولنې د یوه عادي اوسېدونکي په توګه هېڅ سیاسي لوري پورې تړاو نه‌لري او نیول یې د اندېښنې وړ دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ویلي وو، هېڅ امنیتي بنسټ د خبریالانو په کار کې د لاسوهنې حق نه‌لري او د خبریالانو ټولې دوسیې به د رسنیو د تخطۍ کمېسیون له لوري ارزول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام