اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د مسیحیت دودولو لسګونه چاپ شوي کتابونه مو پېژندلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ داسې کتابونو پر چاپ، پېر او پلور بندیز لګولی چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې وو. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د مسوولانو له‌خوا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډه ته وکړې.