Asset 1SWN

د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو دوام؛ عربستان: د ا.ا له پرېکړې خواشینی یم

ISTANBUL, TURKEY - OCTOBER 18: Flag of Saudi Arabia waves at the official residence of Consul General of Saudi Arabia as the waiting continues on the disappearance of Prominent Saudi journalist Jamal Khashoggi, in Istanbul, Turkey on October 18, 2018. Turkish and Saudi Arabian officials started joint investigation of case of missing journalist Jamal Khashoggi. Officials from a joint Turkish-Saudi team completed an investigation into the case early Thursday after searching the Saudi consul general's official residence as well as the Saudi consulate building in Istanbul. (Photo by Arif Hüdaverdi Yaman/Anadolu Agency/Getty Images)

په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بندېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې خواشینی او حیران شوی دی.

دغه وزارت چهارشنبه د لیندۍ ۳مه په یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه لغوه کړي او په وینا یې، په ټولو اسلامي هېوادونو کې دغه پرېکړه حیرانونکې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت زده‌کړې د ښځو مشروع حق بللی او ویلي یې دي چې د دغه حق ورکړه د افغانستان امنیت، ټيکاو او پراختیا سره مرسته کوي.

دا په داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت په تازه‌ګۍ سره په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولي دي.

دغه وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په دې مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د نجونو زده‌کړې وځنډوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو پرېکړه د اسلامي امارت د حکومت د کابینې په ناسته کې شوې ده. دغې پرېکړې تراوسه ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام