Asset 1SWN

افغانستان او متحده عربي امارات نن د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

03

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن شپه ۶:۳۰ بجې په ابوظبۍ نړیوال لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه څو اوونۍ وړاندې اماراتو کې لوبغاړو ته کمپ جوړ کړی و او لوبډله کې یې تر ډېره ځوانانو ته چانس ورکړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان د یادې لوبلړۍ د جام ښودلو مراسمو کې ویلي چې لوبډله یې دغو لوبو ته بشپړ چمتووالی نیولی دی. راشدخان هیله ښودلې چې له عربي متحده اماراتو به دغه لوبلړۍ وګټي.

افغانستان او متحده عربي امارات په شل اووره سیالیو کې پنځه ځله له یوه بل سره مخ شوي چې څلور ځلې افغانستان او یو وار بیا متحده عربي اماراتو بریا خپله کړې ده.

همداراز افغانستان په خپل وروستیو درې شل اووره لوبو کې ماته خوړلې، خو اماراتو بیا پنځو لوبو کې څلور بایللي او یوه یې ګټلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان او متحده عربي امارات به له یادې لوبې سربېره د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه خپلې دوه نورې لوبې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام