Asset 1SWN

خوست کې د رمضان لس اوريز کرېکټ لیګ پیل شو

8452b784-323d-4852-bc7d-039d3f282d0b

په خوست کې د رمضان لس اووريز کرېکټ ليګ دويم پړاو سیالۍ نن جمعه د وري اتلسمه پيل شو چې لس ورځې به دوام وکړي.

په یاد لس اووریز لیګ کې به ۱۶ لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبې وکړي چې د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره په‌کې د ۱۹ کلنو، ايمرجن او الف لوبډلو يوشمېر لوبغاړي هم ګډون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه سیالۍ چې د ډیوه ګروپ له لوري تمویلېږي، د لیګ مسوول جهاد سنګين وويل چې د کرېکټ د ودې او پراختيا ترڅنګ د غوره استعدادونو پېژندنه يې د دې ليګ موخه ده.

هغه وویل: «دغه دویم پړاو چې خوست کې رمضان لیګ شروع کېږي، ۱۶ ټيمونه په کې دي. په دې کې مو څلور ګروپونه جوړ کړي دي چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې لوبې کوي او وروسته به بيا دوه ټاپ ټاپ ټيمونه کواټرفاينل ته ځي او هلته به سيمې فاينل لوبې کوي او بيا به فاينل وي.»

یاد لیګ کې لوبېدونکي یو‌شمېر لوبغاړي وايي چې دغه سیالۍ د دوی لپاره ښه چانس دی، څو د ملي لوبډلې له لوبغاړو څخه زده‌کړې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په خوست کې د رمضان لس اووريز کرېکټ ليګ لومړی پړاو لوبې شوې وې چې ګڼ‌شمېر مینه‌وال یې نندارې ته ورغلي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام