Asset 1SWN

اسټرالیا له سوېلي افریقا د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګټله

366604

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه‌ سوېلي افریقا ته د درېوو شل اووره سیالیو په لوبلړۍ کې ۳-۰ ماته ورکړه.

د یادې لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې چې د سوېلي افریقا د ډوربن په کنګز‌میډ لوبغالي کې ترسره شوه کوربه لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۱۹۱ منډو هدف یې وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۸ اوور کې ترلاسه او لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم کړه.

اسټرالیا له دې وړاندې کوربه لوبډلې ته په لومړۍ لوبه کې په ۱۱۱ منډو او په دویمه لوبه کې په اتو وېکټو ماته ورکړې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ غوره لوبغاړی د اسټرالیا مېچل مارش ونومول شو چې ۱۸۶ منډې یې جوړې کړې وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې سپټمبر میاشتې په اوومه نېټه د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي چې د سوېلي افریقا پر بېلابېلو لوبغالو به وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه لوبلړۍ به د سپټمبر تر ۱۷مې دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام