Asset 1SWN

اسټرالیا او سوېلي افریقا نن درېیمه شل اووره لوبه کوي

366454

د سوېلي افریقا او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه د سپټمبر درېیمه د سوېلي افریقا په د ډوربن په «کنګز‌میډ‌» لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسټرالیا د یادې لوبلړۍ په لومړیو دوو سیالیو کې کوربه‌ سوېلي افریقا ته ماته ورکړې ده.

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو نړیوالو شل اووره سیالیو کې یوه لوبه هم نه ده بایللې چې دې سیالیو کې یې څلور ګټلي او یوه لوبه د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوې ده.

سوېلي افریقا بیا وروستیو پنځو نړیوالو شل اووره سیالیو کې یوه لوبه ګټلې او څلور یې بایللې دي.

له یادو سیالیو وروسته دواړه لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لوبلړۍ هم لري چې د روانې سپټمبر میاشتې په اوومه نېټه به پیل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سوېلي افریقا او اسټرالیا به دې لوبلړۍ کې پنځه نړیوالې یو ورځنۍ سیالي وکړي چې د سپټمبر تر اوولسمې به دوام ومومي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام