Asset 1SWN

افغانستان اسیا کپ کې نن بنګلدېش سره لوبه کوي

Afghanistan cricketer Gulbadin Naib celebrates after taking a wicket during the 6th cricket match of Asia Cup 2018 between Bangladesh and Afghanistan at the Sheikh Zayed Stadium,Abu Dhabi, United Arab Emirates on September 20, 2018.
 (Photo by Tharaka Basnayaka/NurPhoto via Getty Images)

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګلدېش د کرېکت ملي لوبډلې سره کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن یکشنبه د سپټمبر درېیمه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د پاکستان د لاهور په «قزافي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اسیا جام په «ب» ډله کې له سریلانکا او بنګلدېش سره یوځای دی. بنګلدېش اسیا جام کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې ده.

د افغانستان او بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې افغان لوبډلې درې ځله بنګلدېش ته ماته ورکړې.

بنګلدېش بیا وروستیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې دوه ځله افغانستان مات کړی دی.

په ورته مهال د بنګلدېش ماتې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روان اسیا جام بل پړاو ته د وتلو لپاره ښه چانس لري. که افغانستان نن لوبه کې بنګلدېش ته ماته ورکړي، کولای شي بل پړاو ته د تلو لپاره خپل تګ حتمي کړي.

د روان ۲۰۲۳ کال اسیا جام بل پړاو کې به څلور لوبډلې د یوه بل پر وړاندې ولوبېږي چې له هر ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې ورته لاره پیدا کړي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو څخه څلور بایللي او یوازې یوه یې ګټلې ده.

بنګلدېش هم له نږدې ورته وضعیت سره مخ دی او پنځو لوبو کې یې دوه ګټلي او درې یې بایللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو له بل ګروپ څخه بېګاه هند او پاکستان د یوه بل پر وړاندې ولوبېدل چې یاده لوبه د هند د توپوهنې وروسته د باران له امله لومړی وځنډول شوه او وروسته بې‌پایلې اعلان شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام