Asset 1SWN

سلام وطندار

بېګ باش لیګ؛ مېلبورن لوبډلې سيډني ته د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ

351548

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې په لومړۍ هغې کې یې مېلبورن سټار لوبډلې سیډني سکسر ته د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ.

د مېلبورن سټار لپاره په توپوهنه کې بیو ویبسټر ښه وځلېد او ۷۸ منډې یې جوړې کړې. جو کلارک ۲۷ او هېلټن کارټ‌رایټ ناسوځېدلې ۲۰ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغان لوبغاړي اظهار الحق نوید نن په توپ اچوونه کې ښه ونه ځلېد او په درېوو اورونو کې یې ۳۰ منډې ورکړې او کومه وېکټه یې ترلاسه نه کړه.

سیډني سکسر لوبډله دا مهال په درېوو اورونو کې ۲۰ منډې لري او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی. د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د نن ورځې په دویمه لوبه کې د راشدخان اډلېډ سټرایکرز لوبډله له پېرټ سکارچرز سره لوبه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ په جدول کې اډلېډ سټرایکرز په درې بریاوو او یوې ماتې سره لومړی، مېلبورن رېنېګېډز هم په درې بریاوو او یوې ماتې سره دویم او پېرټ سکارچرز له درېوو لوبو څخه په دوو ماتو او یوې بریا سره درېیم ځای کې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام