د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د نړیوال کپ په پنځوساوریزو لوبو کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه. په دې سیالي کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د اوو لوبغاړیو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغان توپاچوونکو د پاکستان پر وړاندې دې سیالي کې اووه پاکستاني لوبغاړي وسوځول چې درې یې افغان ورو توپاچوونکي نوراحمد لکڼوال، دوه نوینالحق او یو-یو محمدنبي او عظمتالله عمرزي وسوځول.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړیو د ښه توپاچونې تر څنګ، په توپوهنه کې هم ښه وځلېدل او په نههڅلوېښتم اوور کې یې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران په دې لوبه کې د افغانستانو لپاره تر ټولو ډېرې ۸۷ منډې وکړې او ورپسې رحمتشاه ۷۷ او لوبډلمشر حشمتالله شهیدي ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
افغانستان تر دې مخکې په روان نړیوال کپ کې انګلستان ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړې وه او دا یې دویمه مهمه او تاریخي بریا وه.