Asset 1SWN

سلام وطندار

د فوټبال نړیوال جام کې نن درې لوبه کېږي

FIFA-World-Cup-2022-1-scaled

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

 ټاکل شوې چې نن ۲:۳۰ بجې له «بي» ګروپ څخه د ویلز لوبډله د ایران پر وړاندې لوبه وکړي. ایران له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې د انګلستان پر وړاندې سخته ماته وخوړه او ۶ پر دوه یې لوبه وبایلله.

ویلز بیا په خپله لومړۍ لوبه کې د امریکا پر وړاندې ولوبېده چې دغه سیالي په مساوي توګه پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ.

په ورته مهال د یادو سیالیو له «اې» ګروپ څخه نن بیا دوه لوبې کېږي چې په لومړۍ هغې کې به کوربه قطر له سینګال سره لوبه وکړي.

قطر او سینګار دواړو نړیوال جام کې خپلې سیالۍ بایللي دي. قطر ایکوادور او سینګال د نیدرلنډ له‌خوا مات شوي دي. دغه لوبه به نن ۵:۳۰ بجې پیل شي.

له اې ګروپ څخه په بله سیالي کې بیا نیدرلنډ له ایکوادور سره مخ دی. دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي. یاده لوبه به نن شپه ۸:۳۰ بجې پیل شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام