Asset 1SWN

کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون پرانېستل شو

317752055_5682774575147326_4530815622574543899_n

د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون نن د یوشمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانېستل شو چې اووه ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون کې د سیمې هېوادونو یو‌شمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسي صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، دغه نندارتون وطني محصولانو او د افغان ښځو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په هدف جوړ شوی دی.

نوموړي وویل چې دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو څه باندې ۶۰۰ شرکتونو استازیو ګډون کړی دی.

د یاد نندارتون یوه ګډونواله حبیبه جبارخېل چې په خپل لاس چمتو کړي خواړه یې نندارې ته اېښي، وايي چې هیله‌ لري خپل چمتو کړي خواړه د دغه نندارتون له لارې وپلوري.

نوموړې وویل: «د کورنۍ سرپرست نه‌لرم او د خپلې کورنۍ د اړتیا برابرولو لپاره مې خواړه پخ کړي او دلته مې راوړي، څو یې وپلورم.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له خلکو غواړي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنیو محصولاتو څخه ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وینا، د وطني محصولاتو د استفادې لپاره به کور په کور، جومات په جومات او کلیو کې یو کمپاین پیل کړي، څو خلک د وطني محصولاتو څخه استفادې ته وهڅول شي.

له دې سره د اسلامي امارت رهبر هبت‌الله اخندزاده یوه غږیز پیغام کې له هغو سوداګرو چې هېواد څخه بهر اوسي، وغوښتل چې د هېواد ځان بسیاینې لپاره بیرته را وګرځي او پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې دغه نندارتون کې څه باندې ۵۶۵ غرفو کې بېلا بېل ډوله محصوولات او توکي نندارې ته اېښودل شوي چې ۱۰۷ هغه یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام