غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون نن د یوشمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانېستل شو چې اووه ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون کې د سیمې هېوادونو یو‌شمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسي صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړي.

هرات کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته بازارموندنه ښودل شوې ده.

د افغان سوداګرو یو پلاوی د بازارموندنې لپاره روسیې او منځنۍ اسیا ته ځي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو یو پلاوی د افغانستان کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه روسیې، اوزبکستان او قزاقستان ته ولاړ شي.