Asset 1SWN

غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

ghazni

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

د غزني د کرنې، اوبول لګولو او مالدارۍ رییس محمدادریس حنیف د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد نندارتون یې د کروندګرو او سوداګرو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه جوړ کړی، څو په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د دغو محصولاتو پلور ته اسانتیاوې برابرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر کروندګر او د تولیدي فارمونو مسوولانو چې په دغه نندارتون کې یې خپل محصولات نندارې ته ايښي وايي، د غزني د کرنیزو محصولاتو د ښې پېژندنې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل اغېزناک دي او خلک باید کورني تولیدات وکاروي.

د غزني یو بڼوال نقیب‌الله وايي: «له خپلو خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې کورني محصولات وکاروي. که خپل کورني محصولات وکاروو، هم مو د بزګرانو ملاتړ کېږي او هم موږ پر ځان بسیا کېدای شوو.»

د کرنې برخې کارپوه او په غزني کې د یوه کرنیز فارم مسوول حشمت‌الله سایس وايي، د غزني محصولات ښه کیفیت لري او که په ښه ډول پراسېس او بسته‌بندي شي، د نورو هېوادونو له محصولاتو سره ښه سیالي کولای شي.

هغه زیاتوي: «کرنیز نندارتون ډېر مهم دی. په کال کې باید لږترلږه درې ځله جوړ شي، څو د بزګر او خلکو ترمنځ اړیکه پیدا شي او زموږ نظر دا دی چې زموږ محصولات په ښه کیفیت تولید او په معیاري ډول پراسېس او بسته‌بندي شي، څو یې په کور دننه او بهر ته صادر کړو.»

د غزني یوشمېر اوسېدونکي چې د دغه نندارتون لیدو ته راغلي وايي، اسلامي امارت باید هر کال په بېلابېلو برخو کې ورته نندارتونونه جوړ کړي، څو د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د نندارتون یو لیدونکی ظفر میاخېل وايي: «دغه نندارتون زموږ لپاره ډېر جالب دی او دولت باید هر کال دغه ډول نندارتونونه جوړ کړي، څو خلک له خپلو وطني محصولاتو سره بلد شي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غزني د والي مرستیال محمدرحیم محمود هم په دغه نندارتون کې له خلکو وغوښتل چې خپل کورني تولیدات او محصولات وکاروي.

غزني د افغانستان یو مهم کرنیز ولایت دی. د دغه ولایت شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي. د دغه ولایت شات، الو بخارا او زعفران په نړیواله کچه نوم لري او له څو کلونو راهیسې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي، خو د دغو محصولاتو د پراسېس او بسته‌بندۍ لپاره د مشخصو مرکزونو نه موجودیت د غزني کروندګر او سوداګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام