Asset 1SWN

پکتيا کې د «هنري اثارو» يو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

کککعهعبهحب

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «هنري اثارو» جوړ شوی یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

دغه نندارتون چې «یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه» جوړ شوی و، په‌کې د یاد ولایت د هنرمندانو په لاس په لسګونه تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ياد نندارتون کې ځينې هنرمندانو چې خپل هنري اثار يې نندارې ته وړاندې کړي وو، غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې د رسېدنې په پار باید ورسره مرسته وشي.

مشعل چې خپل هنري اثار یې دې نندارتون کې نندارې وړاندې کړي وو، سلام‌وطندار ته وویل: «په اوس وخت کې واقعی د هنرمندانو لپاره چې تابلوګانې لري، د هغوی لپاره بازار بيخي کم رنګه دی، بايد بازار ورته پيدا شي. دوی دا کومې تابلوګانې چې دي دا بايد مرکز ته انتقال کړي، ځکه دا اوس وخت کې زموږ يو هنرمند لرو چې په ټول افغانستان کې يې درېیم مقام وګټلو بايد دا تشويق شي. دا وهڅول شي او لاسنيوی يې وشي.»

پکتيا کې د هنرمندانو ټولنې مشر بيا وايي چې ځينې هنرمندان د اقتصادي ستونزو له کبله خپل هنري چارو ته ادامه نه‌شي ورکولای او دې برخه کې باید ورسره مرسته وشي.

د يادې ټولنې مشر عرفان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه کوي چې د هنر د لاغوړېدا او ملاتړ لپاره د ځينو هنرمندانو مالي لاسنيوی وکړي.

هغه وویل: «داسې انځورګران او خطاطان موږ لرو رييس صيب! لکه تاسو يې چې د دوو کسانو نومونه واخيستل چې موږ راغوښتي وو، څو په مادي ډول باندې دوی سره مرسته وکړو، نو داسې کسان شته چې ډېر بې‌چاره دي. حتا داسې يو کاغذ چې سل يا پنځوس روپی دوی نه‌لري چې يو کاغذ را واخلي او په هغه کې يو ښکلی حديث يا ښکلی شعر وليکي يا کليمه پکې وليکي چې بيا يې وړاندې کړي چې دا شی ما وپنځاوه، نو د سل روپۍ وس هم نه‌لري.»

په ورته کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې د هنر برخې د لاغوړېدا لپاره يې ياد نندارتون جوړ کړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ثواب‌جان اسلاميار وايي چې د ټولو هنرمندانو د اثار او تابلوګانو د پلور لپاره به زمينه برابروي.

هغه وویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اړخه به انشاالله له دوی سره هغه طرزالعمل او کړنلاره په راتلونکي کې شريک کېږي او کله چې کومه انځورګري کوي دوی ښې نقشې جوړوي او ښه پيغامونه ليږدوي هغه به له دوی نه په ښه قيمت اخيستل کيږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د انځورګري د برخې هنرمندان وايي چې تر ټولو لويه ستونزه يې د تابلوګانو د پلور لپاره د بازار نشتون دی چې له کبله يې دوی اړ دي دې برخې ته پام کم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام