اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر اتلسمې یا د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې اوس په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي. بله‌خوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د خپل ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او امنیتي ستونزې لامل شوي چې دوی نورو هېوادونو ته کډوال شي.

ندیم د لغمان پوهنتون مسوولانو ته: د پوهنتون علمي کچه لوړه او د ماسټرۍ پروګرام غوښتنه وکړئ

د لغمان پوهنتون رییس محب‌الله هدایت نن په دغه ولایت کې د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست ندامحمد ندیم لپاره جوړه شوې غونډه کې له هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون د ابادۍ او پرمختګ برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو یې د انګړ دېوال بشپړ او د پوهنځیو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.

یونېسف هلمند کې روغتیايي مرکزونو ته د ۸۳۵زره ډالرو په ارزښت طبي توکي ورکړي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» د اسیا پرمختیايي بانک په مالي تمویل او د روغتیايي پرمختګ (OHPM) موسسې په تطبیق، هلمند کې روغتیايي مرکزونو سره  د ۸۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرې‌طبي توکو مرسته وکړه.

جاپان د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره افغانستان سره اووه میلیونه ډالر مرسته کړې

جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې شاوخوا اووه میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

د دغې مرستې هوکړه‌لیک «یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه» کابل کې د جاپان سفیر او د روغتیا نړیوال سازمان د استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

کجکي بند کې د اوبو کچې ټیټوالی؛ هلمند او کندهار کې به ۴۰ ورځې برښنا نه‌وي

هلمند کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کجکي برښنا بند کې د اوبو کچې ټیټېدو له امله پر یاد ولایت سربېره پر کندهار هم د ۴۰ ورځو لپاره برښنا پرې شوې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت کجکي بند کې د اوبو کموالي په دلیل پر هلمند د ۴۰ ورځو لپاره برښنا قطع شوې.

پکتيا کې د «هنري اثارو» يو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «هنري اثارو» جوړ شوی یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

ياد نندارتون کې ځينې هنرمندانو چې خپل هنري اثار يې نندارې ته وړاندې کړي وو، غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې د رسېدنې په پار باید ورسره مرسته وشي.

لوګر کې د څلورو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د والیبال فدراسیون له لوري د لوګر په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دا سیالۍ په مرکز پل‌علم کې د لوګر، کابل، میدان‌وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.