د لغمان پوهنتون رییس محبالله هدایت نن په دغه ولایت کې د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست ندامحمد ندیم لپاره جوړه شوې غونډه کې له هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون د ابادۍ او پرمختګ برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو یې د انګړ دېوال بشپړ او د پوهنځیو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.
نوموړي وویل: «د لغمان پوهنتون شپږ پوهنځي لري چې له ډلې یې څلور هغه ودانۍ لري، خو دوه نور یې نه لري. همدارنګه، د پوهنتون د انګړ دېوال نیمګړی دی؛ نو له تاسې غوښتنه کوو چې په یاده برخه کې له پوهنتون سره خپله همکاري ونه سپموئ.»
د لغمان والي زینالعابدین عابد هم له ندامحمد ندیم څخه وغوښتل چې په لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو زیاتوالي او د ودانیو جوړولو په اړه د دغه ولایت د خلکو غوښتنې ومني. هغه زیاته کړه: «د لغمان خلک پر پوهې مئین دي؛ نو له تاسې هیله کوو چې د لغمان پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس، طب، عامه ادارې او حقوقو پوهنځو تر څنګ، د غونډو لپاره یو لوی تالار منظور کړئ.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست بیا د لغمان پوهنتون مشرتابه او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د علمي کادرونو په روزنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. ندیم وویل: «د لغمان پوهنتون لپاره د والي صیب او د پوهنتون د مشرتابه له لوري ټولې غوښتنې ومنل شوې او منظور دي، خو د پوهنتون د علمي لوړتیا لپاره هم باید د پوهنتون رییس او استادان پلان جوړ کړي او د ماسټرۍ پروګرام غوښتنه وکړئ.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
یاده دې وي چې د د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست له دې وړاندې د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو ته هم ورغلی و او هلته یې د یوشمېر پروژو پرانېسته هم کړې وه.