Asset 1SWN

د لوړو زده‌کړو سرپرست: داسې کسان روزو چې اسلام او هېواد ته ژمن وي

img_2539_0

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وايي چې اوسنی حکومت پر عصري زده‌کړو داسې کسان روزي چې اسلام او هېواد ته ژمن وي.

نوموړي دغه څرګندونې روزګان ته د خپل سفر پر مهال جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ندامحمد ندیم دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې پخوا به له ښوونیزو مرکزونو سیاسي استفاده کېد او په وینا یې، اوس له ښوونیزو مرکزونو د سیاسي استفادې لاس لنډ شوی دی.

خو نوموړي نه دي ویلي چې پخوا له ښوونیزو مرکزونو څخه څه ډول او د کومو سیاسي موخو لپاره استفاده کېده. نوموړي ټینګار کړی چې د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ واټن له‌منځه وړل شوی دی.

 د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست دې ناسته کې همداراز ویلي چې اوسنی حکومت افغانانو پورې تړاو لري او له مسوولانو سره خپلې ستونزې شریکولی شي.

د ا.ا د بیاواکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او له هغه څه موده وروسته نجونې زده‌کړیالانې له پوهنتون راګرځول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو په اړه د ا.ا د چارواکو په ګډون نړیوالو هم په وار وار غوښتنې کړي، خو تراوسه ورته پام نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام