Asset 1SWN

یونېسف هلمند کې روغتیايي مرکزونو ته د ۸۳۵زره ډالرو په ارزښت طبي توکي ورکړي

امبولانس

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» د اسیا پرمختیايي بانک په مالي تمویل او د روغتیايي پرمختګ (OHPM) موسسې په تطبیق، هلمند کې روغتیايي مرکزونو سره  د ۸۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرې‌طبي توکو مرسته وکړه.

ځايي مسوولان وايي، په دغو مرستو کې ۶ عرادې بیاځلې ترمیم شوي امبولانسونه، ۷۹ موټرسایکلونه، ۲۲۴ طبي المارۍ او څوکۍ، د ۱۹ روغتیايي مرکزونو لپاره د سولر برښنا سېسټم، د ۱۸ روغتیايي مرکزونو لپاره کمپوټرونه او نور بېلابېل توکي شاملېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې ولایتي مسوول محمدذاکر اینوا وویل، د دغو مرستو له لارې به ۲۰۲۴ کال کې هلمند کې د شته روغتیایي مرکزونو په مټ معیاري خدمات وړاندې شي.

هغه وویل: «یاده پروژه ۸ سوه ۳۵ زره امریکایي ډالره ده. دا به د دې ولایت په هغه روغتیایي مرکزونو کې ولګول شي چې اړتیا ورته زیاته لیدل کېږي. موږ پلان لرو چې  د دغه پروژو په تطبیق سره هلمند کې د شته روغتیایي مرکزونو پر مټ معیاري روغتیايې خدمات ولري.»

په ورته مهال د هلمند مسوولان وايي، د یونېسف له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو شوې مرسته به تر یوه ځایه لرو پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزې حل کړي.

دوی له اړوندو ادارو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي. د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي وویل: «د هلمند په لرو-پرتو ولسوالیو کي خلک له لومړي روغیتایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او د هغوی ناروغان پر وخت تر صحي مرکزونو نه‌رسېږي او د دغه طبي او غیرې‌طبي توکو په ورکولو سره به په هغه ولسوالیو په مرګزنوکې به  به د خلکو  زیاتي ستونزي ورسره حل شي.»

بل‌خوا د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سیعد هم وايي چې یونېسف دې د روغتیا برخه کې لا نورې مرستې هم وکړي. «زموږ د یونېسف له محترم مسوول چې همدلته حضور لري غوښتنه  ترې کوو چي د صحت برخه کې کومک وکړي، ځکه وزارت کارونه يې موږ خلاص کړي، زموږ کلینکان باید ارتقا وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هلمند کې روغتیايي برخې سره دغه مرستې داسې مهال کیږي چې لاهم د دې ولایت په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلک له روغتیايې خدماتو بې‌برخې پاته دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام