اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د مالیې ورکولو او دولتي ادارو کې د اداري چارو سر ته رسولو برخه کې د خصوصي سکټور لپاره یې تازه اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
له څلور سلنې څخه دوه سلنې ته د صنعت برخې د انتفاعي مالیې کمېدل، د صنعتي، کرنیزو او سوداګریزو سکټورونو د موضوعي مالیو بښل او تر راتلونکي یوه کال پورې د ښوونځیو، پوهنتونونو او خصوصي مدرسو د مالیې بښل کېدل هغه څه دي چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور لپاره په پام کې نیولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر استازي احمدجان بلال نن دوشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل: «د خصوصي سکټور د بېلابېلو اصنافو له استازیو سره له ځانګړو غونډو وروسته د مالیې برخه کې شته ستونزې په نښه شوې، حللارې ورته وموندل شوې او بیا د تایید لپاره د مشرتابه مقام ته ولېږل شوې.»
د اسلامي امارت مسوولانو همدارنګه وویل چې له پنځو کلونو څخه یوه کال ته د شرکتونو د څېړلو وخت کمېدل، په دولتي ادارو کې د سوداګرو د اداري چارو سر ته رسولو برخه کې د اسانتیاوو برابرېدل او پاسپورټونو او د نورو هېوادونو ویزو ته یې لاسرسی هغه نورې اسانتیاوې دي چې د خصوصي سکټور لپاره یې په پام کې نیولې دي.
چارواکي په حکومتي ادارو کې د بیروکراسۍ پر له منځه وړلو ټینګار کوي او وايي، هڅه کوي چې په ادارو کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د ژر پر مخ وړلو په موخه برښنايي سېسټمونه جوړ کړي.
د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې اړه وویل: «موږ هڅه کوو چې خپلو ادارو کې برښنايي حکومتولي دود کړو، څو هېچا ته د بیروکراسۍ لاره پاتې نهشي.»
په ورته وخت کې د خصوصي سکټور استازي د اسلامي امارت لهخوا ورته د اسانتیاوو برابرېدو هرکلی کوي او د پانګونې او خصوصي سکټور د پرمختګ لپاره د حکومت پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار کوي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یونس مومند او د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده وویل:
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
«د هڅونې یوه کڅوړه باید وي او د اسلامي امارت له لوري تایید شي، څو موږ وکولای شوو چې سوداګر وهڅوو.» «د اسلامي امارت له مسوولانو غواړم چې بهر ته زموږ د کانونو اومه توکي ولېږدول شي. باید په هېواد کې پراسېس شي او افغانان د کانونو د پراسېس وړتیا لري چې ثابتوم یې.»
د یادونې ده چې مالیه ورکوونکو تر دې وړاندې څو ځله لوړې مالیې او د اسلامي امارت لهخوا یې د راټولولو برخه کې له ستونزو څخه شکایتونه کړي دي.