په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه‌ورځنی نندارتون پرانېستل شو. د دغه نندارتون موخه د صنعت‌کارانو، په تېره د ښځینه سوداګرو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو ښه‌ کېدل او په کور دننه او بهر کې یې لپاره بازارموندنه ښودل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیان والي عبدالله سرحدي د دغه نندارتون په پرانېست‌غونډه کې وویل: «د بامیان د محلي ادارې مشرتابه د هېوادوالو د اقتصاد، د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا او د محلي تولیداتو، په ځانګړې توګه د ښځو د لاسي صنایعو وده او پرمختګ غواړي او د سوداګرو مېرمنو هراړخیز ملاتړ کوي.»

نوموړي د صنعت‌کارانو د مالي او ځاني خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ټولو افغانانو، په تېره صنعت‌کارانو امنیت په بشپړه توګه خوندي دی او ښځې هم کولای شي چې د حجاب او اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره خپل کسب او کار ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د بامیان د صنایعو او سوداګرۍ آمر نعیم رضايي وايي چې په دغه نندارتون کې د بامیان د مرکز او یکاولنګ ولسوالي د ښځو لاسي صنایع په ۳۱ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

بله‌خوا یوشمېر سوداګرې مېرمنې هم د دغه نندارتون د جوړېدو په اړه خوښي څرګندوي او هیله‌مندي ښيي چې په دې سره به یې د لاسي صنایعو پېژندنې او پلور ته لاره هواره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې په دغه نندارتون کې د ښځینه‌وو لاسي صنایع، لکه بکس، بوټونه، دسترخوان، شال او دودیزې جامې، لاس‌بند او غاړه‌کۍ، خټین لوښي، خالص شهات، لبنیات او نور محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام