Asset 1SWN

کابل کې د نجونو زده‌کوونکو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

DSC_0047

کابل کې یوه بنسټ نن «۵۰» هغو نجونو زده‌کوونکو ته چې د لاسي صنایعو او د خیاطي په برخه کې یې د زده‌کړو یو کلنه دوره پای ته رسولې وه، د فراغت سندونه ووېشل.

د «مینې» په نوم دغه بنسټ نن کابل کې له شپږم ټولګي پورته د دغو نجونو زده‌کوونکو چې تېر یوه کال کې ښوونځيو ته نه‌دي تللي، د لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون هم جوړ کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد بنسټ له مسوولانو څخه فرخنده کوهستاني وايي، د یاد نندارتون د جوړېدو موخه یې د نجونو زده‌کوونکو لاسي صنایعو ته وده ورکول دي.

نوموړي وویل: «یو کال کېږي چې د نجونو پر مخ د له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي. د مینې بنسټ تېر یوه کال دوی ته د لاسي صنایعو او خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې وه.»

له شپږم ټولګي پورته یوشمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، ښوونځیو څخه د محرومیت او وزګارتیا له امله اړ شوي چې د خپلو هیلو خلاف د خیاطۍ او لاسي صنایعو زده‌کولو ته مخه کړي.

سحر یوه له زده‌کوونکو څخه ده چې تمه یې درلوده د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته ډاکټره شي، خو اوس د خپلو هیلو خلاف خیاطي زده کوي.

هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي. زینب بیا له هغو نجونو زده‌کوونکو څخه ده چې له خلکو غواړي د ښځو لاسي صنایعو څخه ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

یادې نجونې زده‌کوونکې زیاتوي چې په حرفه‌يي زده‌کړو سره کولی شي د ښځو جامې، د ماشومانو د لوبو توکي او ځینې نور لوازم چمتو کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام