ایران د کډوالو چارو د مدیریت لپاره یو بنسټ جوړوي

د ایرنا خبري اژانس پرون جمعه د ایران د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون، د کډوالو چارو د تنظیم لپاره یو بنسټ جوړ کړي.
په همدې حال کې یوشمېر افغان کډوال چې په قانوني او ناقانونه توګه په ایران کې اوسېږي، په دغه هېواد کې یې پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه وايي چې افغانان په ایران کې د کډوالۍ هېڅ ډول حقونه نه لري.

کابل کې د افغان ښځو یوه بنسټ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغان ښځو یوه بنسټ نن د کابل په مرکزي سیلو کې له لسګونو بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دا مرستې پر داسې کورنیو هم ووېشل شوې چې وايي، ډېرې شپې یې له خپلو بچیانو سره په وږي نس د خوب غېږې ته پناه وړې ده.
مینه‌ګل هغه مېرمن ده چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي یې پر ‌غاړه ده او ډېر کله یې بچیان په شپو-شپو نهار پاتې کېږي.

د فساد او سازمان شوي جرم بنسټ غني د کال فاسدو څېرو ته نوماند کړی

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکونې پروژې (OCCRP) د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد‌اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د “فساد او سازمان شوي جرم” د شخصیت په نوملړ کې شامل کړی دی. د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي.