د امریکا ولسي جرګې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه غوښتي

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مک‌کال له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه ورسره شریک کړي. د نړیوالو مسایلو څېړونکی نظیراحمد رزاقي بیا وايي چې د چین ځواکمنېدو او پر اوکراین د برید لپاره د روسیې چمتووالي د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب بدل او له افغانستان څخه یې د وتلو لامل شو.

له پیسو ډکو بیکونو سره د غني تېښته؛ ساتونکی یې کره سندونه لري

د برېټانیې ډیلي مېل ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ساتونکی عطا شریفي چې د حکومت د سقوط پر مهال نه دی بریالی شوی له غني سره یوځای له هېواد بهر ووځي او اوس چې یې په افغانستان کې یوه خوندي ځای کې ځان پټ کړی وایي، داسې سندونه لري چې ولسمشر له پیسو ډکو بیکونو سره تښتېدلی دی.

د نسل وژنې ادعا ثابتولو په برخه کې د وګړو مسوولیت څه دی؟

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.