Asset 1SWN

نن قطر کې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام پیلیږي

16601042588700

ټاکل شوې چې نن په قطر کې د روان ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شي.

په دغه نړیوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخې لري چې د قطر په اوو لوبغالو کې به د یو بل پر وړاندې لوبې وکړي او یوه میاشت به دوام ولري.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه زرګونه سیلانیان او د فوټبال لوبې مینه‌وال د خپلو لوبډلو د ملاتړ او تشویق لپاره قطر ته رسېدلي او لا هم پر لاره دي.

د نن ورځې په پرانېستله سیالۍ کې به کوربه‌ قطر لوبډله له ایکوادور لوبډلې سره لوبه وکړي. په یاد نړیوال جام کې به ټولې ۶۴ لوبې وشي.

همداراز د یادو سیالیو په لړ کې به سبا له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره شي.

ایران به انګلستان سره ولوبېږي، سنیګال به نیدرلنډ سره مخ شي او امریکا به د ویلز پر وړاندې خپل بخت وازمايي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام