د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن د هندوکُش ستورو لوبډلې د پامیر زلمیو ته د ۲۹ منډو په توپیر ماته ورکړه‎.

په یاده لوبه کې هندوکُش ستورو لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره زلمیو لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پامیر زلمیو لوبډلې په دغه لوبه کې د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو په موخه ښه لوبه وکړه، خو په وروستیو کې د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۲۹ منډو په توپیر هندوکُش ستورو ته وبایلله.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی د هندوکُش لوبډلې فطرت الله خاوري ونومول شو چې په څلورو اورونو کې یې د ۲۹ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي سوځولي و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه لوبه کې به امو نهنګان د بُست ساتونکو لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام