د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن په درېیمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د هندوکش ستورو ته د درېوو منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې لومړی د امو نهنګانو لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ځواب کې د هندوکش لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو ورکړل شوی هدف یې ترلاسه نه‌کړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او د ۳ منډو په توپیر یې له امو نهنګانو ماته وخوړ.

په دغه سیالي کې د امو نهنګانو لوبډلې لپاره یوسف ځاځي ښه توپ اچوونه وکړه او په څلورو اورونو کې یې د ۱۸ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شپږېزې روان کرېکټ لیګ په نننۍ دویمه سیالي کې د بُست ساتونکي لوبډله د پامیر زلمي پر وړاندې پر لوبې لګیا ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام