د شپږیزې کرکټ لیګ پای لوبه چې نن د مس‌عینک اتلانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، کابل بازانو لوبډلې مقابل ټیم ته د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه مس‌عینک اتلانو ګټلې وه، خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

کابل بازانو لوبډلې لوبه یو څه ورو پیل کړه او د نولسو اورنو له لوبولو وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو مقابل ټیم ته ۱۴۰ منډې هدف وټاکه.

د کابل بازانو لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې یونس احمدزي جوړې کړې.

خو د مس‌عینک لوبډلې ونشوای کولای ورکړل شوی هدف پوره کړي او شلم اور کې یې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۳۰ منډې وکړې چې لوبه یې د ۹ منډو په توپیر بایلوده.

شپږیزه کرکټ لیګ شل اوریز سوداګريز ‌لیګ دی چې د افغانستان د ملي لوبغاړو سربېره په کې د کورنيو کلبونو سلګونو لوبغاړو هم ګډون کړی و.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام