Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن حیدراباد له لکناو سره لوبه کوي

357279

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن شپه د سن‌رایزر حیدراباد لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ پیل شي. افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي په سن‌رایزر حیدراباد او لکناو سوپر جاینټز لوبډله کې بیا بل افغان لوبغاړی نوین‌الحق لوبېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فضل‌الحق فاروقي د روان کال په ای‌پي‌اېل لیګ کې د حیدراباد لپاره خپله لومړۍ لوبه کړې چې دوه وېکټې هم ترلاسه کړې، خو نوین‌الحق بیا تراوسه د خپلې لوبډلې له‌خوا نه دی لوبول شوی.

حیدراباد د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په وروستي او لکنا لوبډله په یوې بریا او یوې ماتې سره پنځم ځای کې دي.

بل‌خوا بیا د حیدراباد لوبډلې پیاوړی لوبغاړی اېډن مارکرم هم له یادې لوبډلې سره یوځای شوی او د پیلیز لوبغاړي په توګه به ولوبول شي. هنریک کلاسن او مارکو ینسن هم دې حیدراباد ته رسېدلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوېلي افریقا بل تکړه لوبغاړی او وېکټ ساتونکی کوینټن ډیکاک هم د لکناو لوبډلې سره یوځای شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام