Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

357240

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه هم دوه په زړه پورې لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به سنرایزر حیدراباد له راجستان رویلز سره ولوبېږي او دویمه لوبه کې به رویلز چلنجر بنګلور له ممبۍ انډینز سره لوبه وکړي.

د ای‌پي‌اېل کرېکټ غوره لیګ په پرونۍ سیالیو کې بیا پنجاب او لکناوو لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پرون ورځې په لومړۍ لوبه چې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله د پنجاب کنګز پر وړاندې ولوبېده، پنجاب کنګز لوبډله بریالۍ شوه چې کلکتې ته د ۷ منډو په توپیر ماته ورکړي. دغه لوبه په دویمه پاڼۍ کې د باران له کبله ۱۶ اورونو ته راښکته کړل شوې وه.

دویمه سیالۍ کې بیا لکناوو سوپر جاینټ لوبډلې ډیلي کپیټلز ته د ۵۰ منډو په توپیر ماته ورکړه. په دغه لوبه کې لکناوو لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې وې چې ډیلي لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۱۴۳ منډې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغان لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي هم د سنرایزر حیدراباد لوبډلې کې لوبېږي او تمه ده چې د راجستان پر وړاندې نننۍ لوبه کې ولوبېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام