Asset 1SWN

د ای‌پي‌اېل کرېکټ لیګ؛ پنجاب لوبډلې راجستان ته ماته ورکړه

357541

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې بېګاه شپه د پنجاب کنګز لوبډلې د پنځو منډو په توپیر راجستان رویلز ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کنګز لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر شېکر ډهوان ناسوځېدلې ۸۶، پراباهسمرن سینګ ۶۰ او جېتېش شرما ۲۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې راجستان رویلز د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې یې جوړې کړې.

رویلز لوبډلې دغه لوبه کې د پنځو منډو په توپیر ماته وخوړله. په توپوهنه کې بیا د راجستان رویلز لپاره لوبډلمشر سانجو سامسون ۴۲، شمېرن هېټ‌مایر ۳۶ او ډروف جورېل ناسوځېدلې ۳۲ منډې جوړې کړې.

د پنجاب کنګز لپاره په توپ‌اچوونه کې ناتان اېلس ښکلې لوبه وکړه او د څلور وېکټو په اخیستو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن شپې لوبه کې به رویال چلنجر بنګلور لوبډله له کلکتې نایټ‌رایډرز سره ولوبېږي. کلکتې لوبډله کې افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز هم لوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام