Asset 1SWN

د کوپا ډېل‌رې فوټبال لیګ نیمه‌ پای‌لوبه؛ ریال ماډریډ ۴-۰ بارسلونا مات کړ

2023040518048-642df16cd58067ac512a9d39jpeg

د اسپانیا د «کوپا ډېل‌رې» فوټبال لیګ نیمه پای‌لوبه کې د ریال ماډریډ لوبډلې خپل سیال بارسلونا ۴-۰ له مخې پورته کړ.

دغه لوبه چې بېګاه د نیوکمپ لوبغالي کې ترسره شوه، ریال ماډریډ لوبډلې د کریم بنزما د هېډریک «درې ګولونو» پر مټ کوربه بارسلونا ته سخته ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ریال ماډریډ لوبډله په دې بریا سره نږدې لس کاله وروسته د اسپانیا د کوپا ډېل‌رې فوټبال لیګ پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

له ۱۹۶۳ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې ریال ماډریډ لوبډله خپل کوربه سیال بارسلونا ته په خپل کور کې ۴-۰ ماته ورکوي. په وروستي ځل بارسلونا ۷۰کاله مخکې خپل کور کې له ریال ماډریډ ۵-۱ ماته خوړلې وه.

په دغه لوبه کې کریم بنزما د ریال لپاره درې ځله او وینیسیوس جونییر بیا یوازې یو وار ګولوهنه وکړه. بنزما له دې وړاندې سیالي کې هم د ریال لپاره هېډریک کړی و.

ریال ماډریډ لوبډله به د مې میاشتې په شپږمه د کوپا ډېل‌رې فوټبال لیګ پای‌لوبه کې له اوساسونا سره سیالي وکړي. اوساسونا لوبډلې هم نیمه پای‌لوبه کې اتلاتیک بېلباوو لوبډله له مخې پورته کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا ریال ماډریډ لوبډلې په وروستي ځل د کوپا ډېل‌رې په پای‌لوبه کې ۲۰۱۴ کال کې بارسلونا ته په ماتې ورکولو سره دغه لیګ د ۱۹ ځل لپاره ګټلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام