Asset 1SWN

نیدرلنډ په پنځو وېکټو زمبابوې ته ماته ورکړه

348578

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د نیدرلنډ لوبډلې په پنځو وېکټو زمبابوې ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې د زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او له ټاکل شویو شلو اورونو څخه یې ۱۹.۲ اووره ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۱۷ منډې جوړې کړې او نیدرلنډ ته یې د ۱۱۸ منډو هدف ورکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زمبابوې لپاره په توپوهنه کې سکندر رضا ښه وځلېد او ۴۰ منډې یې جوړې کړې.

په ځواب کې د نیدرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې ترلاسه کړ او د نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په توپوهنه کې د نیدرلنډ لپاره ماکس‌او ډووډ ښه وځلېد او ۵۲ منډې یې جوړې کړې. د نن ورځې په بله لوبه کې به د هند کرېکټ ملي لوبډله له بنګلدېش سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام