Asset 1SWN

پاکستان او انګلستان له ۳۰ کلونو وروسته د نړیوال جام پایلوبه کې لوبېږي

349161.6

پاکستان او د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې سبا یکشنبه له ۳۰ کلونو وروسته د اسټرالیا په کوربه‌توب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې لوبېږي.

پاکستان ۳۰ کاله وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې د اسټرالیا په مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې د عمران‌خان په لوبډلمشرۍ کې انګلستان ته ماته ورکړه او د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام یې وګاټه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پر ټولنیزو رسنیو د دغه هېواد ګڼ‌شمېر رسنۍ، چارواکي او د کرېکټ مینه‌وال سبانۍ لوبې ته په اشارې سره لیکلي چې پاکستانۍ لوبډله به یو ځل ییا د ۱۹۹۲ نړیوال جام د بریا تاریخ تکرار کړي.

خو د انګلستان اوسنۍ لوبډلې ته په کتو چې په نیمه پایلوبه کې یې د هند په څېر پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکړه، پاکستانۍ لوبډلې ته به د یاد جام ګټل اسانه نه وي.

پاکستان او انګلستان له نړیوال جام وړاندې د پاکستان په کوربه‌توب اووه شل اووره لوبې وکړې چې درې یې پاکستان او څلور یې د انګلستان کرېکټ لوبډلې وګټلې.

دواړو لوبډلو تر دې مهاله ۲۸ شل اووره نړیوالې لوبې کړي چې ۱۸ یې انګلستان ګټلي، ۹ یې د پاکستان په بریا پای ته رسېدلي او یوه لوبه هم بې‌پایلې اعلان شوې ده.

بل‌خوا د کرېکټ شل اووره نړیوال جامو کې پاکستان او انګلستان یوازې دوه ځلې سره مخ شوي چې دواړو سیالیو کې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړې ده.

په شل اووره نړیوالو سیالیو کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې تر ټولو زیاتې  ۲۳۲ منډې او تر ټولو کمې ۸۹ منډې جوړې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د پاکستان پر وړاندې بیا د انګلستان لوبډلې تر ټولو لوړې منډې ۲۲۱ او تر ټولو کمې منډې یې هم ۱۳۵ منډې دي. دواړو لوبډلو په روان شل اووره نړیوال جام کې زمبابوې او ایرلنډ ته لوبې بایللې دي. زمبابوې پاکستان او ایرلنډ بیا د باران له امله انګلستان ته ماته ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام