Asset 1SWN

زمبابوې او سکاټلنډ نړیوال جام ته د تلو لپاره نن سیالي کوي

264991

د زمبابوې په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن سه‌شنبه د «جولای څلورمه» زمبابوې له سکاټلنډ سره لوبه کوي.

زمبابوې د لارموندنې سیالیو د شپږ غوره پړاو سیالیو په لړ کې خپله تېره لوبه سریلانکا لوبډلې ته وبایلله او نړیوال جام ته د تلو لپاره نننۍ لوبه کې بریا ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زمبابوې دا مهال دې پړاو کې له څلور لوبو شپږ امتیازه لري او د جدول دویم ځای یې خپل کړی دی. سریلانکا د جدول په سر کې او سکاټلنډ بیا له درېوو سیالیو څلور امتیازه لري او درېیم ځای کې دی.

د هند په کوربه‌توب د روان کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته یوازې دوه لوبډلې لاره پیدا کړي چې سریلانکا، زمبابوې او سکاټلنډ د وتلو لپاره پوره پوره چانس لري.

وېسټ انډیز چې دوه ځلې د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام اتل پاتې شوی، د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې له لوبېدو پاتې شو.

وېسټ انډیز د لارموندنې سیالیو د شپږ غوره پړاو کې درې لوبې کړې چې درې واړه یې بایللې دي. عمان هم څلور لوبې کړې او څلور یې ماته خوړلې چې دا مهال له وېسټ انډیز وروسته د جدول په شپږ او وروستي ځای کې شتون لري.

نیدرلنډ بیا له څلورو لوبو دوو بریاوو سره د جدول په څلورم ځای کې دی. زمبابوې او سکاټلنډ لوبډلو په وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله یوازې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې شوې چې یوه زمبابوې ګټلې او یوه یې د سکاټلنډ په ګټه پای ته رسېدلې ده. درېیمه لوبه د باران له امله لغوه اعلان شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سریلانکا چې د روان کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې خپل لوبېدل، تر ډېره یقیني کړي، د زمبابوې او سکاټلنډ ترمنځ د نن لوبې پای‌ کې به نړیوال جام ته د تلو لپاره دوویمه لوبډله هم په ډاګه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام