د زمبابوې په کوربهتوب د نیدرلنډ او د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې زمبابوې د یوې په منډې په توپیر نیدرلنډ ته ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې زمبابوې له ټاکل شویو ۵۰ اورونو څخه ۴۹.۲ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لپاره په توپوهنه کې سین ویلیامز ۷۷ او کلېف مډانډي ۵۲ منډې وکړې. د نیدرلنډ لپاره په توپاچوونه کې شارېز احمد د زمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول.
نیدرلنډ لوبډلې که څه هم یاده سیالۍ کې بریا ته نږدې شوې وه، خو د ویسلي ماډاوري «هېډرېک» دغه لوبډلې له بریا لرې کړه.
نیدرلنډ لوبډلې د زمبابوې د ورکړل شوي هدف په ځواب کې ښکلې لوبه پیل کړه او د ماکساو ډووډ د ۸۱ ټام کوپر د ۷۴ منډو پر مټ یې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېډو ۲۷۰ منډې جوړې کړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دواړو لوبډلو ترمنځ به راتلونکې درېیمه او وروستۍ لوبه سبا شنبه د مارچ ۲۶مه ترسره شي. د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نیدرلنډ او دویمه زمبابوې لوبډلې ګټلي دي.