د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن د شپږ غوره لوبډلو پړاو سیالیو څخه دوه مخکښې لوبډلې زمبابوې او سریلانکا د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.
د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې سریلانکا او زمبابوې لوبډلې خپلې کړې درې درې لوبې ګټلي چې سریلانکا د ښه «نټ رنز رېټ» پرمټ د جدول په سر کې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سیالي چې د زمبابوې په کوربهتوب روانې دي، یوازې دوه لوبډلې به یې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.
وېسټ انډیز چې دوه ځلې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام اتل پاتې شوی، تېره ورځ یې سکاټلنډ ته لوبه وبایلله او په رسمي توګه نړیوال جام ته له تلو پاتې شو.
بلخوا زمبابوې او سریلانکا لوبډلو په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ماته نه ده خوړلې او ټولې یې ګټلې دي.
دواړه لوبډلې تر دې مهاله پنځه ځله په یو ورځنیو سیالیو کې سره مخ شوي چې درې ځله سریلانکا او دوه ځلې زمبابوې لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.
همداراز نن نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو دویمه لوبه کې بیا نیپال او عربي متحده امارات د یادو سیالیو د اووم ځای ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي.