Asset 1SWN

ریال ماډریډ لوبډلې اتلانو لیګ کې لېورپول ته ستره ماته ورکړه

16770167790561

د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ سیالیو په لړ کې بېګاه شپه ریال ماډریډ لوبډلې ښکلې لوبه وکړه او د انګلستان پیاوړې لوبډلې لېورپول ته په خپل کور کې ستره ماته ورکړه.

د اتلانو لیګ د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو بېګانۍ لوبه کې ریال ماډریډ لوبډله بریالۍ شوه چې لېورپول ته (۵-۲) ماته ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم دغه لوبه کې د انګلستان لېورپول کلب په لومړیو ۱۴ دقیقو کې ښکلې لوبه وکړه او دوه ځلې یې د ریال ماډریډ لوبډلې دروازه پرانېسته، خو ریال ماډریډ ښکلې لوبه وکړه او د لومړۍ نیمايي ترپایه یې لوبه ۲-۲ مساوي کړه.

د سیالۍ دویمه نیمايي بیا بشپړه د ریال ماډریډ لوبډلې په واک کې وه او دې نیمايي کې یې درې ځله د لېورپول پر وړاندې ګول‌وهنه وکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ریال ماډریډ لپاره کریم بنزما او وینېسیس جونییور دوه- دوه ځلې او مېلېټاوو یو ځل ګول‌وهنه وکړه. د لېورپول ګولونه بیا محمدسلاح او نانیز ترلاسه کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام