Asset 1SWN

هند او انګلستان ټسټ لوبو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

354729

د هند او انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلو په ټسټ لوبو کې خپلو سیالانو ته سختې ماتې ورکړې. هند په خپل کوربه‌توب اسټرالیا او انګلستان بیا کوربه نیوزیلنډ له سختې ماتې سره مخ کړ.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې په دویمه ټسټ لوبه کې لومړی اسټرالیا په ۲۶۳ منډې وسوځوله او ورپسې یې په خپله توپوهنه کې ۲۶۲ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسټرالیا د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ که څه هم ښه پیل کړې وه، خو وروسته بیا ټوله لوبډله په ۱۱۳ منډو وسوځېده او هند ته یې د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه.

هند ورکړل شوی هدف د څلور لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او اسټرالیا ته یې په شپږو وېکټو ماته ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړی رفنډرا جاډېجا ونومول شو چې دواړو پاڼيو کې یې لس وېکټې ترلاسه کړې وې.

بل‌خوا انګلستان بیا کوربه نیوزیلنډ لومړۍ ټسټ لوبه کې د ۲۶۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ. انګلستان دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۲۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

نیوزیلنډ په خپله لومړی توپوهنه کې ۳۰۶ منډې جوړې کړې. انګلستان خپله دویمه توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۷۴ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې ۳۹۴ منډې هدف وټاکه.

نیوزیلنډ دا ځل په خپله دویمه توپوهنه کې بې وسه و او یوازې ۱۲۶ منډې یې جوړې کړې او لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د ۲۷۶ منډو په توپیر ماته ومنله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوبې غوره لوبغاړی هري برووک ونومول شو چې دواړه پاڼیو کې یې نیمه سلیزه ترلاسه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام