Asset 1SWN

نیوزیلنډ له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي

1234-p2zo57uj0a56azwgn8qz2p05v35kxdzdtgt2seqze4

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن ویلي چې د سږ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د هغې په خبره، دغه کار له خپلو نړیوالو متحدانو سره په همغږۍ کوئ.

ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې ویلي، د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې په یوه نارام افغانستان کې د یوې سیاسي حل‌لارې ښکارندويي کوي. نوموړې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نیوزیلنډ ځواکونو پاتې کېدو ته نوره اړتیا نشته.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره

هغې زیاته کړې، په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له دوو لسیزو پاتې کېدو وروسته اوس یې خپلو کورونو ته د بېرته راتګ وخت دی. په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د نیوزیلنډ شاوخوا ۳ زره او ۵ سوه ځواکونه موجود وو.

دغه ځواکونه ډېری په بامیان ولایت کې چې نسبي امنیت لري، مېشت وو.

په بامیان ولایت کې نیوزیلنډي ځواکونه

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د نیوزیلنډ ۱۰ ځواکونه وژل شوي دي. اوس یې یوازې ۶ سرتېري په افغانستان کې دي چې ۳ یې د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي او ۳ نور یې هم په کابل کې د ناټو ځواکونو په قومانداني کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تازه ویلي چې ځواکونه به یې له مناسب فرصت مخکې له افغانستانه را ونه وځي.

نن ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو دفاع وزیران په انلاین غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور وارزوي او د اېستلو د وخت په اړه یې پرېکړه وکړي.

د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې ټول بهرني ځواکونه د روان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي، خو په دې وروستیو کې د امریکا او ناټو سازمان چارواکو ویلي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او نه غواړي چې په یاده موده افغانستان یوازې پرېږدي؛ ځکه په وینا یې، دغه هېواد ښايي یو ځل بیا کورنیو جګړو ته وګرځي او ثبات به یې له منځه ولاړ شي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام