Asset 1SWN

سلام وطندار

د فوټبال نړیوال جام؛ مراکش او کرواشیا د درېیم مقام لپاره لوبه کوي

Morocco players celebrate by tossing the head coach Walid Regragui into the air at the end of the World Cup group F soccer match between Canada and Morocco at the Al Thumama Stadium in Doha , Qatar, Thursday, Dec. 1, 2022. (AP Photo/Alessandra Tarantino)

د فوټبال نړیوال جام له نیمه پای‌لوبو وروسته نن شپه د نیمه پای‌لوبو دوه لوبډلې د روان نړیوال جام د درېیم مقام ګټلو لپاره سیالي کوي.

مراکش او کرواشیا دوه هغه لوبډلې دي چې د برازیل او اسپانیا په څېر لوبډلو څخه مخکې لاړې او په نیمه پای‌لوبو کې له ماتې وروسته نن شپه دواړه لوبډلې له یوه بل سره لوبه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ بجې پیل شي. کرواشیا په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې له ارجنټاین ماته ومنله او په دویمه نیمه پای‌لوبه کې بیا فرانسې مراکش ته ماته ورکړه.

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام پای‌لوبه به سبا یکشنبه د لیندۍ ۲۷مه د ارجنټاین او فرانسې د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام اتلولي هم ګټلې او سبانۍ لوبه کې به هڅه کوي چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام