Asset 1SWN

سلام وطندار

د فوټبال نړیوال جام؛ نن شپه د کوارټر فاینل پړاو پیلېږي

2K3XATP New York, New York, USA. 27th Sep, 2022. Lionel Messi (10) of Argentina prepares for corner kicks during friendly football game against Jamaica at Red Bull Arena. Argentina won 3 - 0. Friendly game played in preparation for the World Cup to be held in Qatar in November 2022. Three intruders were apprehended by security personnel after they invaded the pitch during the game trying to reach Lionel Messi of Argentina. (Credit Image: © Lev Radin/Pacific Press via ZUMA Press Wire)

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شپه د یاد نړیوال جام کوارټر فاینل پړاو پیلېږي.

د روان نړیوال جام اتو لوبډلو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دغه پړاو ته لاره پیدا کړې او نن شپه به یې څلور لوبډلې نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره له یوه بل سره سیالي وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

برازیل، ارجنټاین، نیدرلنډ، کرواشیا، پرتګال، انګلستان، فرانسه او مراکش هغه اته لوبډلې دي چې کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړې ده.

د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به د قطر د «پوهنې ښار لوبغالي» کې به برازیل له کرواشیا سره لوبه وکړي. د یادې لوبې ګټونکې لوبډله به په مستقیمه توګه د روان ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

د کوارټر فاینل پړاو په دویمه لوبه کې به نن شپه ارجنټاین له نیدرلنډ سره ولوبېږي. ارجنټاین دې پړاو ته د راتلو لپاره په د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې اسټرالیا ته ۲/۱ ماته ورکړه او نن شپه به نیمه ‌پای‌لوبې ته د تلو لپاره نیدرلنډ سره لوبه وکړي.

نیدرلنډ لوبډلې بیا امریکا ته په ماتې ورکولو سره دې پړاو ته لاره پیدا کړې او نیمه‌ پای‌لوبې ته د تلو لپاره باید نن شپه د لیونل مسي مخه ډب کړي او لوبډلې ته یې ماته ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

سبا شپه د یادو سیالیو په لړ کې پرتګال له مراکش او انګلستان له فرانسې سره لوبه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام