Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ فرانسه له پولنډ او انګلستان له سینګال سره لوبه کوي

3253663-66590528-2560-1440

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ د فوټبال نړیوال جام سیالیو په ناک اوټ یا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې نن فرانسه له پولنډ او انګلستان له سینګال سره لوبه کوي.

فرانسې د ګروپ پړاو سیالیو کې په دوو بریاوو او یوې ماتې سره د لومړۍ لوبډلې په توګه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې او نن شپه به له پولنډ سره لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پولنډ هم له یوې ماتې، یوې بریا او یوې مساوي لوبې سره په ۴ امتیازونو دې پړاو ته لاره پیدا کړې ده. د فرانسې او پولنډ فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالي نن شپه ۷:۳۰ بجې پیلېږي.

بل‌خوا د نن شپې په دویمه لوبه کې بیا انګلستان له سینګال لوبډلې سره مخ ده. دغه سیالي به د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.

انګلستان د نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو غوره پړاو ته د وتلو لپاره په خپل ګروپ کې دوه لوبې وګټلې او یوه یې مساوي کړه چې په اوو امتیازونو سره یې د لومړۍ لوبډلې په توګه دې پړاو ته لاره پیدا کړه.

د افریقا سینګال لوبډلې هم په خپل ګروپ له نیدرلنډ لوبډلې وروسته په شپږو امتیازونو د دویمې لوبډلې په توګه دې پړاو ته راغلې ده. سینګال خپلې ګروپ پړاو سیاليو کې دوه وګټلې او یوه یې وبایلله.

د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو سیالیو په ترڅ کې بېګاه ارجنټاین او نیدرلنډ خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

اسټرالیا او امریکا بېګاه له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام