Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ جاپان له کرواشیا او برازیل له سوېلي کوریا سره لوبه لري

QNA-brazil-national-team-fifa-worldcup-qatar-15082022

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو روانو سیالیو کې نن شپه دوه لوبې کېږي چې جاپان به له کرواشیا او سوېلي کوریا به له برازیل سره لوبه وکړي.

د دغه پړاو په بېګانیو لوبو کې فرانسې او انګلستان خپل سیالان مات کړل او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جاپان لوبډلې دې پړاو ته د راتلو لپاره په ګروپي سیالیو کې خپلې دوه لوبې وګټلې او یوه لوبه یې بایللې ده. جاپان له خپل ګروپ څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه دې پړاو ته لاره موندلې.

کرواشیا بیا له اېف ګروپ څخه په پنځو امتیازونو د خپل ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې ده.

کرواشیا ګروپ پړاو کې یوه لوبه وګټله او پاتې دوه یې مساوي کړې او په پنځو امتیازونو دې پړاو ته رسېدلې.

بل‌خوا د نن شپې په یوې بله او په زړه پورې سیالۍ کې به برازیل له سوېلي کوریا سره لوبه وکړي. برازیل د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته له خپل ګروپ څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه په شپږو امتیازونو سره لاره پیدا کړې ده.

دوی ګروپ پړاو کې یوازې کامرون ته خپله لوبه بایللې او پاتې دوه یې له صربیا او سویزرلنډ ګټلي دي. سوېلي کوریا چې نن به له پیاوړي برازیل سره لوبه وکړي په خپل ګروپ کې یې د پرتګال په څېر لوبډله ماته کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

سوېلي کوریا له خپل ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه په څلور امتیازونو سره دې پړاو ته لاره پیدا کړې ده. په دغه ګروپ کې د یوروګوای لوبډلې هم څلور امتیازونه و، خو د ګولونو توپیر سوېلي کوریا دې پړاو ته راوسته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام