نی: له فرانسې افغانستان ته را ستون شوی خبریال ورک دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، افغان خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت یې اخیستی او بېرته هېواد ته را ستون شوی و، د جنوري له پنځمې نېټې راهیسې ورک شوی دی. د نی مسوول ظریف کریمي وايي، که څه هم د ا.ا امنیتي ادارې یې په دې اړه خبرې کړي، خو هغوی ناخبري ښيي.

امیرخان متقي په اوسلو کې له فرانسوي چارواکو سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره د ناروې هېواد په اوسلو کې لیدلي دي.