Asset 1SWN

نی: له فرانسې افغانستان ته را ستون شوی خبریال ورک دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، خبریال مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت یې اخیستی و او بېرته هېواد ته را ستون شوی و، د روان زېږدیز کال د جنوري له پنځمې نېټې راهیسې ورک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې مسوول ظریف کریمي سلام‌وطندار ته ویلي: «یوازې یو خبریال دی چې ویل کېږي له فرانسې راغلی، اوس افغانستان کې دی او څوک یې پر برخلیک خبر نه‌دي. ویل کېږي چې د ا.ا مسوولانو هغه بیولی، خو د ا.ا امنیتي ادارې ناخبري ښيي او تر اوسه څرګنده نه‌ ده چې ا.ا هغه بندي کړی که کومه بله خبره ده.»

د نوموړي په وینا، که څه هم د ا.ا امنیتي ادارې یې په دې اړه خبرې کړي، خو دغه ادارې په دې اړه ناخبري ښيي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي چې اوس د ا.ا په بندخونه کې هېڅ خبریال نشته او دوی هڅه کوي چې خبریالانو ته د اطلاع‌رسونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «تر اوسه پورې هېڅ خبریال افغانستان کې بندي نه دی او اسلامي امارت هڅه وي چې د بېلابېلو طرحو په پلي کولو سره د خبریالانو لپاره د اطلاع‌رسونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال پر مهال هېواد کې لږترلږه ۱۱۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام