Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ اسپانیا له جاپان او جرمني له کاسټاریکا سره لوبېږي

304967

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په درشل کې نن شپه هم له دوو ګروپونو هم‌مهاله څلور سیالۍ کېږي چې ورسره به ځینې لوبډلې له نړیوال جام سره مخه ښه وکړي او ځینې به یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

د نن شپې په لومړۍ لوبه کې به له «اېف» ګروپ څخه کرواشیا د بلجیم پر وړاندې لوبه وکړي. کرواشیا لوبډله به نن هڅه کوي چې دغه لوبه کې بریا خپله کړي چې ورسره به په اوو امتیازونو سره بل پړاو ته لاره پیدا کړي، خو که لوبه یې مساوي کېږي، په پنځو امتیازونو سره به بل پړاو ته لاره ومومي. کرواشیا اوس د خپل ګروپ د جدول په سر دی او څلور امتیازه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا بیا بلجیم لوبډله چې اوس درې امتیازه لري او د جدول په درېیم ځای شتون لري، تر ډېره به یې هڅه د بریا وي او یوازې په بریا سره بل پړاو ته لاره پیدا کولای شي.

همداراز له همدغه ګروپ څخه بیا نن د جدول دویمه لوبډله مراکش د جدول د پای لوبډلې کاناډا سره لوبه کوي.

مراکش په څلور امتیازونو سره دویم ځای کې دی او هڅه به کوي چې بریا خپله کړي او په اوو امتیازونو سره بل پړاو ته لاره پیدا کړي. خو که لوبه مساوي کوي، بیا یې هم بل پړاو ته د تلو هیلې ډېرې دي.

د ګروپ پړاو د سیالیو په لړ کې نن له اېف ګروپ څخه هم دوه لوبې کېږي چې اسپانیا به له جاپان او جرمني به کاسټاریکا لوبډلې سره بل پړاو ته د تلو لپاره خپل بخت وازمايي.

په دې ګروپ کې اسپانیا په څلور امتیازونو لومړی، جاپان او کاسټاریکا په درېوو امتیازونو دویم او درېیم او جرمني بیا په یوه امتیاز وروستی ځای لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د اسپانیا او جاپان ترمنځ د لوبې ګټونکی به په مستقیمه توګه بل پړاو ته لاره پیدا کوي او د جرمني او کاسټاریکا د لوبې ګټونکی به هم یو بل پړاو ته ځي، خو که دواړو او یا یوه لوبه مساوي شوه، ښايي دا پایلې بل ډول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام