Asset 1SWN

د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ایران په ګونډو کړ

221129-usa-win-world-cup-jm-1616-792ba6

د قطر په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ نړیوال جام په ګروپ پړاو سیالیو کې بېګاه شپه څو لوبې ترسره شوې چې مهمې سیالي کې امریکا ایران ته یو پر صفر ماته ورکړه.

له دې ماتې سره ایران د فوټبال نړیوال جام سیالیو څخه بهر شو او امریکا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ایران فوټبال لوبډلې بل پړاو ته د تلو لپاره یوازې یوه امتیاز ته اړتیا درلوده، خو امریکا بیا بل پړاو ته د لارموندنې لپاره باید دغه لوبه ګټلې وای.

له دغې لوبې وړاندې ایران په «بي‌» ګروپ کې په  درېوو امتیازونو سره دویم ځای کې او امریکا په دوو امتیازونو سره درېیم ځای کې وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له بي ګروپ څخه انګلستان په اوو امتیازونو او امریکا په پنځو امتیازونو بل پړاو ته لاره پیدا کړه. همداراز بېګاه سینګال ایکوادور او نیدرلنډ قطر ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته ووتل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام